Skip to content Skip to content Skip to content
Your journey to healthier skin starts here. Consult our specialists
Book an Appointment
Articles

پسوریازیس – نښې، علتونه

Articles

A translation is not yet available in the selected language; the original content is shown.

د آروین د پوستکي روغتون · د پوستکي او وېښتانو روغتیا

د پوستکی ناروغۍ2 دقیقې لوستل
په دې مطلب کې

پسوریازیس – نښې، علتونه او پرمختللې درملنې

پسوریازیس یوه دوامداره د پوستکي ناروغي ده چې د سور، خشکی  لرونکي، خارښکونکی او ملتهب پوستکي سبب ګرځي. دا یوه د معافیت سیستم اختلال ده چې د پوستکي حجرات د معمول څخه ډیر زر وده کوي او دپوستکی تغيرات سبب ګرځی. پسوریازیس کولی شي د بدن هره برخه اغیزمنه کړي، لکه څنګلې، زنګون، د سر پوستکي، ځان  او نوکان.

نښې

  • سور یا ګلابي پوستک لرونکې  برخې
  • سپین یا سپین زرینې پخه
  • شدید خارښ یا سوزش
  • د نوک بدلونونه لکه د سوري جوړیدل یا ضخامت
  • په شدیدو مواردو کې ترک او وینه راتلل

علتونه او د خطر عوامل

  • جنیټیک: د کورنۍ تاریخ د خطر احتمال زیاتوي
  • د معافیت سیستم اختلال: د معافیت سیستم ډیر فعاله غبرګون
  • چاپیریالي محرکونه: فشار، انتانات، یخ هوا یا ځانګړي دواګانې
  • د ژوند طرزالعمل: سګرټ څکول، الکول او ناسم رژیم نښې خرابوي

پرمختللې درملنې په آروین پوستکي او ښکلا روغتون کې

  1. موضعی درملنه: د کورتیکوسټیرایډ کریمونه، درملیز پمادونه او مرطوب کوونکي
  2. فوتوتراپي / لیزر: د UV یا لیزر درملنه د فلسونو او التهاب کمولو لپاره
  3. سیسټمیک دواوې: د متوسط ​​تر شدیدو ناروغانو لپاره خوراکي یا تزریقي دواوې
  4. بیولوژیک تراپي: پرمختللې معافیت تعدیل درملنه د مزمن پسوریازیس لپاره
  5. د ژوند طرزالعمل او د پوستکي ساتنې مشوره: د فشار مدیریت، پوستکي آبدار ساتل او د محرکونو مخنیوی

📞 تماس: 07660053556 – 0766005357

د مشورې لپاره اړیکه ونیسئ

د معاینې د وخت او خدماتو په اړه د معلوماتو لپاره د روغتون له استقبالیې سره اړیکه ونیسئ.

دا مطلب د عمومي معلوماتو لپاره دی او د ډاکټر د معاینې او مشورې ځای نه نیسي.