اصلي منځپانګې ته لاړ شئ اصلي منځپانګې ته لاړ شئ اصلي منځپانګې ته لاړ شئ
د روغ پوستکي پر لور ستاسو سفر له همدې ځایه پیلېږي. زموږ له متخصصینو سره مشوره وکړئ
د ملاقات وخت واخلئ
مقالې

د ځوامخ بخار د زیاتېدلو لاملو

مقالې

د آروین د پوستکي روغتون · د پوستکي او وېښتانو روغتیا

د پوستکی ناروغۍ2 دقیقې لوستل
په دې مطلب کې

د مخ بخار (ځوانکې ) یوه ډېره عامه ستونزه ده، په ځانګړي ډول د ځوانانو او نوو بلوغ ته رسېدلو کسانو لپاره. که څه هم دا حالت د تداوي وړ دی، خو یو شمېر لاملونه شته چې د بخارونو د زیاتېدو سبب ګرځي. په دې لیکنه کې، د آروین پوستک‌ شفاخانه د متخصصینو له خوا مهم لاملونه تشریح شوي دي.

۱. هورموني بدلونونه

یو له اصلي لاملونو څخه د ځوانکې  زیاتېدل، د بدن دننه هورموني بدلونونه دي. دا بدلونونه اکثراً د بلوغ پر وخت، حیض، حمل یا د هورموني دواوو د استعمال له امله منځ ته راځي. دا چاره د پوستکي غوړ زیاتوي، منافذ بندوي او بخارونه رامنځته کوي.

۲. ناسمه تغذیه

د  دير غوړي خوړل، فاسټ فود، خوږو او نوشابو ډېر استعمال د خوانی دانو زیاتېدو ته زمینه برابروي. پوستک ته صحي تغذیه پکار ده، څو خپل طبیعي شکول وساتي.

۳. رواني فشار او استرس

استرس کورتیزول هورمون زیاتوي، چې دا بیا د پوستک د پوست ی غوړ زیاتوي او له  ې امله یې التهابي بخارونه منځ ته راځي.

۴. ناسم آرایشي مواد

غوړ کریمونه، لوشنونه او غیر معیاري آرایشي مواد د پوستک منافذ بندوي او باکتریاو ته د زیاتېدو زمینه برابروي. غوره ده چې له غیر کومېدوجینیک محصولاتو استفاده وشي.

۵. د مخ ډېر مینځل

د مخ زیات مینځل د پوستک تخریش رامنځته کوي، چې دا چاره د پوستک طبیعي غوړ له منځه وړي او د بخارونو زیاتېدو سبب کېږي. په ورځ کې دوه ځله مینځل کافي دي.

۶. پر مخ زي ت لاس وهل او بخارونه شکول

مخ ته ډير لاس وهل یا د بخارونو شکول د باکتریاو انتقال، التهاب او داغونو لامل کېږي.

د ځوانې د زیاتېدو مخنیوی څنګه وشي؟

  • د پوستکی پاک ساتل او مناسب صابون استعمال
  • صحي او متوازن رژیم غوره کول
  • د استرس کمول (ورزش، ژور تنفس یا مراقبه)
  • د پوستکی داکتر سره مشوره کول

د آروین پوستکی شفاخانه له تجربه‌لرونکو داکترانو او پرمختللو وسایلو سره چمتو ده چې تاسې ته د مخ بخار د تشخیص او تداوي غوره خدمتونه وړاندې کړي. د مشورې یا نوبت اخیستلو لپاره، له موږ سره اړیکه ونیسئ.

د مشورې لپاره اړیکه ونیسئ

د معاینې د وخت او خدماتو په اړه د معلوماتو لپاره د روغتون له استقبالیې سره اړیکه ونیسئ.

دا مطلب د عمومي معلوماتو لپاره دی او د ډاکټر د معاینې او مشورې ځای نه نیسي.