رفتن به محتوای اصلی رفتن به محتوای اصلی رفتن به محتوای اصلی
راه شما به‌سوی جلد سالم‌تر از همین‌جا آغاز می‌شود. با متخصصان ما مشورت کنید
گرفتن وقت ملاقات
مقالات

د پوستکي ناروغیو ډولونه

مقالات

ترجمهٔ این مطلب به زبان انتخاب‌شده هنوز اضافه نشده است؛ متن اصلی نمایش داده می‌شود.

د آروین د پوستکي روغتون · د پوستکي او وېښتانو روغتیا

د پوستکی ناروغۍ3 دقیقې لوستل
په دې مطلب کې

عام او مهمې ناروغۍ چې په افغانستان او سیمه کې زیاتې لیدل کېږي

د پوستکي ناروغۍ په نړۍ کې تر ۳۰۰۰ زیات ډولونه لري، خو ډېری یې عام او شایع دي چې خلک په ورځني ژوند کې ورسره مخ کېږي. دا ناروغۍ کېدای شي د التهابي، میکروبی، اتومیمون، ذاتي، حساسیتي یا محیطي لاملونو له امله رامنځته شي.

لاندې د هغو مهمو او عامو ناروغیو منظم لیست وړاندې کېږي چې په افغانستان، پاکستان او شاوخوا سیمو کې ډېرې لیدل کېږي:

۱. د مخ ځوانکې (ځواني دنه) – Acne Vulgaris

  • لامل: هورموني بدلون، د پوستکي زیات غوړ تولید، بند شوي سوری
  • نښې: تور سر، سپین سر، چرکي دانې، داغونه
  • زیاتره عمر: ځوانان، خو لویان هم متاثره کېدای شي

۲. اکزیما – Atopic Dermatitis

  • لامل: حساسیت، جینیټیک تمایل، وچ اقلیم
  • نښې: وچ پوستکی، شدید خارښت، سوروالی، پوسته کېدل
  • زیاتره: ماشومان او د حساس پوستکي لرونکي کسان

۳. پسوریازیس – Psoriasis

  • لامل: اتومیمون اختلال
  • نښې: سورې تختې د سپینو یا نقره‌يي پوټکو سره
  • طبیعت: مزمن او تکراري

۴. لمړۍ (ټپی) – Urticaria (Hives)

  • لامل: الرجی، خواړه، دوا، فشار
  • نښې: ناڅاپي سوروالی ،پړسوب او خارښ لرونکې بخار 
  • ځانګړنه: ژر مينځ ته راځي او ژر له منځه ځي

۵. د پوستکي قارچي سپومې عفونتونه – Fungal Infections

مهم ډولونه:

  • د پښو قارچ (Athlete’s Foot)
  • د ځان حلقوي قارچ (Tinea Corporis)
  • د سر قارچ (Tinea Capitis)
  • نښې: حلقه په ډول سور لکه، خارښت، پوسته کېدل
  • زیاتره په: ګرم او مرطوب چاپېریال کې

۶. برگۍ یا سپوږمکۍ ویټیلیګو – Vitiligo

  • لامل: اتومیمون
  • نښې: سپینې لکې چې د پوستکي رنګ له منځه وړي
  • طبیعت: مزمن، غیر ساري

۷. روزاسه – Rosacea

  • نښې: د مخ دوامدار سوروالی او سوزښت، کوچني رګونه، دمخ بخار  ته ورته دانې
  • پارونکي عوامل: لمر، تودوخه، مساله دار خواړه

۸. د پوستکي سرطان – Skin Cancer

مهم ډولونه:

  • Basal Cell Carcinoma
  • Squamous Cell Carcinoma
  • Melanoma
  • لامل: زیات UV وړانګې
  • خطر: جدي، خو د وختي تشخیص سره د کنترول وړ

۹. د شونډو وتلو – Herpes Simplex

  • لامل: HSV-1 ویروس
  • نښې: اوبه لرونکي کوچني دانې پر شونډو یا شاوخوا

۱۰. شنګلز (زونا) – Herpes Zoster

  • لامل: د کوڅک یا چرګولي چيچک ویروس بیا فعالېدل
  • نښې: دردناکه دانې په یوې خوا بدن

نور عامې ستونزې

ګال (Scabies)

  • شدید خارښت، په شپه کې زیات
  • ساري ناروغي

ایمپټیګو (Impetigo)

  • باکتریايي عفونت
  • ژېړ چرکي دانې، زیاتره په ماشومانو کې

د پوستکي وچوالی (Xerosis)

  • د اقلیم او کم رطوبت له امله
  • خارښت او چاک کېدل

آلوپیشیا آریاټا – Alopecia Areata

  • د ویښتو په ګردي برخو کې لوېدنه
  • اتومیمون لامل

کله د پوستکي متخصص ډاکټر ته مراجعه ضروري ده؟

  • که ناروغي ژر خپرېږي
  • که درد، تبه یا چرک موجود وي
  • که داغ پاتې کېږي
  • که مزمن او تکراري حالت وي

وختي تشخیص او مناسب تداوي د اوږدمهاله عوارضو مخنیوی کوي.

د مشورې لپاره اړیکه ونیسئ

د معاینې د وخت او خدماتو په اړه د معلوماتو لپاره د روغتون له استقبالیې سره اړیکه ونیسئ.

دا مطلب د عمومي معلوماتو لپاره دی او د ډاکټر د معاینې او مشورې ځای نه نیسي.